په امریکا کې په یوې کنیسه وسله وال برید وشو
د امریکا د پنسلوانیا په ایالت کې په کنیسه خونړی برید وشو
1076919
د امریکا متحده ایالتونو د پنسلوانیا ایالت د پیتسبرګ په ښار کې په یوې کنیسه وسله وال برید وشو.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې برید کې لږ تر لږه ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د امریکا نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د پنسلوانیا ایالت د پیتسبرګ په ښار کې یو تن برید کوونکی یوې کنیسه ته ننوت او په عبادت کوونکو ډزې پیل کړې.
ویل کیږي د برید نه وروسته یو زیات شمیر پولیس، امبولانسونه، ژغورنې ډلې او روغتیايي پرسونل سیمې ته استول شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی تسلیم شوی دی.
د برید کوونکي هویت ندی په ډاګه شوی دی. همداشان د برید انګیزه او لامل ندی معلوم.