په امریکا کې د کلیسا راهب په خپل جرم اعتراف وکړ

د امریکا متحده ایالتونو د پنسلوانیا په ایالت کې د کلیسا راهب  د جنسي پلوه د دوو ماشومانو په ځورونې  اعتراف کړی دی.

1070953
په امریکا کې د کلیسا راهب په خپل جرم اعتراف وکړ

هغه  منلې ده چې په کلیسا کې  یو تن اته کلن او بل ۱۵ کلن  دوه ماشومانو د جنسي پلوه ځورولي دي.

د پنسلوانیا  ایالت  د لوی څارنوال جوش شاپیرو د دفتر لخوا د خپور شوي بیان  راغلي دي چې  د یاد شوي ایالت  د ایري پیسکوپوسلوک  په سیمه کې  د تیرو ۴۰ کلونو راهیسې په کلیسا کې د راهب په توګه  دنده  ترسره کوونکي  داوید پولسن  په هغه د  جنسي پلوه د ماشومانو د ځورونې د تورونو  د تحقیقاتو  په دوران کې په خپل جرم  اعتراف کړی دی.

په بیان کې راغلي دي چې  راهب د بروک ویلي په سیمه کې  د محکمې په حضور کې خپل جرم منلی  او اعتراف يي کړی دی.

راهب ویلي دي چې په یو ماشوم يي د یو نه ډیر څو ځله  برید کړی دی  او په بل ماشوم يي د  جنسي تیري هڅه کړې ده . هغه ویلي دي چې یو ماشوم  ۸ کلن او بل ۱۵ کلن وو.

په بیان کې راغلي دي چې راهب په ۸ جلا جلا تورونو  تورن  دی چې ددوې له جمع نه يي په دوو  اعتراف کړی دی. دا لا معلومه نده چې محکمه به هغه ته  څومره سزا ورکړي.

په بیان کې راغلي دي چې  راهب پولسن  د هغه  سلګونو تنو  کاتولیک راهبانو نه یو دی چې تر زرو ډیرو  ماشومانو په جنسي ځورونې  او تیریو  تورن  دي.

په بیان کې راغلي دي چې د پنسلوانیا  لوی څارنوالۍ  د تیرو دوو کلونو راهیسې په ترسره کړو تحقیقاتو کې دا موندلې ده چې  د واتیکان  کلیسا  جګپوړو چارواکیو  پدې ډول  جرمونو تل  پرده  غوړولې  او مسله يي پټه کړې ده .

د یادولو وړ ده چې په تحقیقاتو کې  معلومه شوې ده چې  تر ۳۰۰ تنو ډیرو راهبانو د ۱۹۵۰ کلونو نه راپدیخوا  په دومداره توګه  ماشومان د جنسي پلوه ځورولي دي.

همداشان  د کاتولیک کلیسا اړوند په سلګونو تنه راهبانو تر زرو ډیرو په ماشومانو جنسي تیری کړی دی.

څارنوالۍ ویلي دي چې  په تحقیقاتو کې معلومه شوه چې  یو زیات شمیر  اسناد ورک شوي دي  او ډیری ماشومان هم  له ډاره  د څه ویلو نه ډډه کوي. د همدې امله کیدای شي چې د هغه ماشومانو چې  د جنسي پلوه ځورول شوي وي شمیره  د ښودل شوي  رقم نه څو برابره لوړه وي.

په بیان کې راغلي دي چې  د نوموړو  پيښو  ډیری  قربانیان  هلکان  ماشومان دي. په تحقیقاتو کې معلومه شوې ده چې  د جنسي ځورونې نه نیولې تر تیري پورې  هر ډول چټلتیا  ترسره شوې ده .



اړوند خبرونه