امریکا متحده ایالتونو د ایران سره ډیر مهم تړون فسخه کړ.
امریکا د ایران سره د دوستۍ او اقتصادي مناسباتو تړون فسخه کړ
امریکا د ایران سره په ۱۹۵۵ کال کې لاسلیک کړی د دوستۍ، اقتصادي مناسباتو او قونسلۍ حقوق تړون فسخه کړ.
دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وکړه.
مایک پومپیو په بهرنیو چارو وزارت کې خبري غونډې ته وویل چې د ایران سره په ۱۹۵۵ کال کې لاسلیک شوی یو مهم تړون فسخه کړ.
هغه زیاته کړه « امریکا د ایران سره په ۱۹۵۵ کال کې لاسلیک کړی د دوستۍ، اقتصادي مناسباتو او قونسلي حقوقو تړون فسخه کړ. دا کار باید ۳۹ کاله مخکی شوی وی .»
د ویلو ده چې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر لخوا د ایران سره د تړون د فسخه کولو په اړه د خبر ورکولو نه څو ساعته مخکې د ملګروملتونو د عدالت نړۍوال دیوان د امریکا لخوا پر ایران د لګول شوو هغه بندیزونو چې بشري مرستو او توکو وارداتو ته زیان رسوي د لرې کولو غوښتنه وکړه. د عدالت نړۍوال دیوان د ایران په ګټه پریکړه وکړه.
امریکا د ملګروملتونو سازمان د عدالت د نړۍوال دیوان د پریکړې نه څو ساعته وروسته د ایران سره په ۱۹۵۵ کال کې د لاسلیک کړي دوستۍ، اقتصادي مناسباتو او قونسلي حقوقو تړون فسخه کړ.
ویل کیږي دا تړون د دواړو هیوادونو ترمنځه د اقتصادي او ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو او دوستۍ، اقتصادي مناسباتو او قونسلي حقوقو په اړه وو چې ایران کولای شو د نوموړي تړون له مخې د امریکا پر خلاف د عدالت نړۍوال دیوان ته شکایت وکړي.