روسیې سوریې ته د اس ۳۰۰ پرمختللي دفاعي توغندیو سیستم تسلیم کړ.
روسیې سوریې رژیم ته ډیر مهم او پرمختللی دفاعي سیستم ورکړ
روسیې سوریې ته د اس ۳۰۰ پرمختللي دفاعي توغندیو سیستم تسلیم کړ.
دا خبره د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو وکړه.
هغه وویل چې روسیې سوریې ته اس ۳۰۰ پرمختللي دفاعي توغندیو سیستم تسلیم کړ.
د روسیې د دفاع وزیر دا څرګندونې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په مشرۍ جوړه شوې د ملي امنیت د شورا غونډې ته وکړې. هغه په سوریه کې د روسي ځواکونو د امنیت د خوندي ساتلو په خاطر د نیولو تدابیرو په اړه معلومات ورکړل.
هغه وویل چې پدې چوکاټ کې سورېې ته د اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو سیستم تسلیم کړ.
هغه زیاته کړه چې د اس ۳۰۰ دفاعي توغندیو سره سم مو سوریې ته ۴۹ ډوله بیلا بیل عسکري ماشین الات هم تسلیم کړل.
د یادولو وړ ده چې تیره میاشت د روسیې یوه عسکري چورلکه د مدیترانې سمندر د پاسه د سوریې د ځواکونو لخوا په اشتباه کې وویشتل شوه. پدې پيښه کې ۱۵ تنو روسي سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ.
سره ددې چې روسیې ددې پیښې پړه پر اسراییلو اچولې وه چې ددې پيښې نه وروسته يي سوریې ته د اس ۳۰۰ پرمختللو توغندیو د ورکولو پریکړه وکړه.
د سوریې رژیم پخوا په کراتو د روسیې نه د اس ۳۰۰ توغندیو د سیستم غوښتنه کړې وه چې روسیې د ورکولو نه ډډه کړې وه.