پنټاګون ته د زهري موادو ډک پاکټونه استول شوي دي
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون ته زهرجن پاکټونه لیږل شوي دي.
1061178
د پنټاګون ویاند ډګروال روب ماننګ د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د تیرې دوشنبې پر ورځ د پنټاګون د محافظت اژانس پنټاګون ته د راستول شوو پوستي پاکټونو د پلټنې او کنټرول په پر مهال په ځینو پوستي پاکټونو کې زهرجن مواد تثبیت کړل.
نوموړي پاکټونه نن سهار د لا زیاتو پلټنو او تحقیقاتو په خاطر د فدرالي څیړونو ادارې ته تسلیم شول.
هغه وویل چې پرون د پوستې له لارې پنټاګون ته رالیږل شوي ټول پاکټونه او پوستې د قرنطین لاندې نیول شوي دي.
د بله پلوه د پنټاګون یو تن لوړپوړي چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې تر اوسه پورې په دوو پاکټونو کې زهرجن مواد تثبیت شوي دي.
د لومړنیو څیړونو او کنټرولونو په نتیجه کې معلومه شوې ده چې پدې پاکټونو کې رسین په نامه زهرجن مواد دي.