د امریکا د ولسمشر لخوا د سعودي عربستان د پاچا په اړه د نزاکت نه لرې څرګندونې!

ټرمپ د سعودي عربستان پاچا ته خبرداری ورکړ

1061634
د امریکا د ولسمشر لخوا د سعودي عربستان د پاچا په اړه د نزاکت نه لرې څرګندونې!

د امریکا  متحده ایالتونو ولسمشر  دونالد ټرمپ  د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز ته  سخت خبرداری ورکړ. ټرمپ  په ملک سلمان غږ وکړ چې امریکا  ستا نه ملاتړ کوي او ستا حفاظت کوي  ته  مجبور يي چې ددې بدل ورکړې.که چیرې  مونږ  خپل ملاتړ ته پرې کړو  ستا  اقتدار دوه اوونۍ هم  دوام  نکوي.

د امریکا  ولسمشر دونالد ټرمپ  دا څرګندونې  په میسیسيپي ښار کې  زرګونو تنو ته په خپله وینا کې وکړې.  

هغه وویل که چیرې امریکا  د سعودي عربستان سره پوځي مرستې او ملاتړ  پرې کړي  سعودي عربستان موجود حکومت دوه اوونۍ هم  طاقت  نشي کولی. د دوو اونیو په دننه کې به  اقتدار د لاسه ورکړي. د همدې امله هغوې مجبور دي چې  ددې بدل ورکړي.

ټرمپ  خپلو په زرګونو تنو  پلویانو ته په وینا کې وویل « د سعودي پاچا راته ګران  دی. هغه ته مې وویل چې    ملک سلمانه ، مونږ  ستاسې نه ملاتړ  او حفاظت کوو. که چیرې مونږ خپل ملاتړ  او حفاظت  لرې کړو کیدای شي چې اقتدار دې  ۲ اوونۍ هم  دوام  ونکړي. ته مجبور يي چې ددې خبرې بدل ورکړې. »

د ویلو ده چې  ټرمپ  دا ونه ویل چې  د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان سره يي دا خبرې کله کړي دي.

ویل کیږي  د امریکا  ولسمشر ټرمپ  د تیرې خالي په ورځ د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز سره  د ټیلیفون په کرښه خبرې کړې وې.



اړوند خبرونه