په امریکا کې خونړي وسله وال برید ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
د امریکا په ماریلنډ ایالت کې وسله وال برید شوی
1053650
د امریکا متحده ایالتونو د ماريلنډ په ایالت کې خونړی وسله وال برید وشو.
د ماریلنډ ایالت د هارفورډ کونټي د سیمې د پولیسو مشر خبري رسنیو ته ویلي دي چې د یو خونړي برید چې له امله يي ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې خبر مو ترلاسه کړ.
د پولیسو مشر ویلي دي چې پیښه د پیرې من د تجاري پارک ترڅنګ رامنځته شوې ده.
هغه ویلي دي چې پیښه د سهار د نهو بجو په شاوخوا کې هله رامنځته شوه چې یو تن بریدګر د درملو په فابریکه کې په خلکو ډزې وکړې .
پولیسو مشر ویلي دي چې پدې پيښه کې لږ تر لږه د ۳ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړ شوی دی. ویل کیږي برید کوونکي د پولیسو سره هم نښته کړې وه.
برید کوونکی د پولیسو لخوا ژوندی نیول شوی دی.
برید انګیزه تر اوسه پورې معلومه نده.