پر ادلب د اسد احتمالي برید د اروپايي ټولنې نه وار خطا کړی دی
اروپايي ټولنه د سوریې د ادلب پر ښار د اسد رژیم د احتمالي بریدونو له امله د کډوالو د نوې څپې په اړه اندیښنه لري.
د اروپايي ټولنې د کمیسیون د کډوالو ، کورنیو چارو او نفوس مسئول دیمتریس اوراموپولوس د ادلب د سیمې نه د کډوالو د احتمالي څپې پر وړاندې د تدابیرو نیولو په مسلې د خبرو په خاطر یونان ته سفرکوي.
اورپايي ټولنه د ادلب د ښار نه چې تر درې نیمو میلیونو تنو ډیر ملکي وګړي پکې ژوند کوي د اسد رژیم د احتمالي بریدونو له امله اروپا ته د کډوالو د نوې څپې د پیلیدو له امله اندیښمنه ده.
د اروپا د کمیسیون د کډوالو او نفوسو د چارو مسئول غړی د روانې اوونۍ په دننه کې د یونان د لومړي وزیر الکسیس چیپراس سره د اروپا د کډوالو په سیاستونونو او په د کډوالو د احتمالي څپې پر وړاندې د تدابیرو په نیولو خبرې کوي.
ویل کیږي نوموړی په پام کې لري چې د یونان د ټاپو ګانو نه ۳ زره تنه کډوال ښارونو ته انتقال کړي.
بروکسل غواړي چې پدې ډول د یونان په ټاپو ګانو کې د کډوالو د رش مخ ونیسي.
د بله پلوه د اروپا د کمیسیون ریس جین کلود د ټولنې د روانو حالاتو په اړه په خپلې کلنۍ وینا کې د ادلب د کډوالو د مسلې په اړه خبرداری ورکړی دی. هغه ویلي دي چې په ادلب کې حالات د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په خرابیدو دي او د فلاکت پر لورې روان دي. هغه وویل چې ادلب زمونږ لپاره د ژورو اندیښنو لامل ګرځیدلی دی. هغه وویل چې په ادلیب کې د انساني فلاکت پر وړاندې باید چپه خوله پاتې نشو.
د بله پلوه د اروپا د امنیت او بهرنیو سیاستونو ځانګړې استازې ویلي دي چې پر ادلب عسکري مداخله به د میلیونونو تنو ملکي او بې وزله انسانانو ژوند د خطر سره مخامخ کړي. هغه ګواښ وکړ چې پر ادلب هر ډول برید به ستره انساني فاجعه رامنځته کړي.