امریکا متحده ایالتونو د فلسطین پر خلاف یو بل ګام هم اوچت کړ.
امریکا د اسراییلو په اشاره د فلسطین پر خلاف اقداماتو ته دوام ورکوي
امریکا په واشنګټن کې د فلسطین د ځانګړي دفتر د تړولو نه وروسته داځل په واشنګټن کې د ځانګړي استازي حسام زملط او د هغه د کورنۍ د اوسیدو اجازه لغوه کړه.
همداشان امریکا د فلسطین د حکومت اړوند ټول بانکي حسابونه وتړل.
د فلسطین د ازادۍ د سازمان د اجراییوي شورا غړي احمد مجدلاني وویل چې امریکا ویلي دي چې امریکا حکومت په واشنګټن کې د فلسطین د ځانګړي دفتر د تړولو نه وروسته دا ځل د امریکا لپاره د فلسطین د ځانګړي استازي حسام زملط او د هغه د کورنۍ د اوسیدو اجازه نامه لغوه کړه.
هغه ویلي دي چې واشنګټن د فلسطین اړوند بانکي حسابونه هم تړلي دي.
هغه د امریکا د حکومت دا پریکړه په کلکه توګه غندلې او ویلي دي چې د امریکا د حکومت دا پریکړه د ټولو بشري او ډيپلوماتیکو قواعدو او نورمونو پر خلاف ضد انساني پریکړه ده .
هغه وویل د هیوادونو ترمنځه ډیپلوماتیک ستونزې رامنځته کیږي خو د حسام زملط ماشومانو څه ګناه کړې وه. د هغوې د اوسیدو د اجازه نامې د لغوه کولو سره ټول د ښوونځیو نه پاتې شوي دي.
هغه ویلي دي چې ښاغلی زملط د فلسطین د حکومت په غوښتنه ۴ میاشتې کیږي چې په رام الله کې دی.
هغه د امریکا ددې پریکړې نه د فلسطین د حکومت پر خلاف د پرانیستې جګړې د یوې پارچې په توګه یادونه وکړه.
هغه زیاته کړه چې د امریکا دا ډول پریکړې به د فلسطین د حکومت او خلکو ارادې ته هیڅډول زیان ونه رسوي.
هغه زیاته کړه چې امریکا دا لومړنی ګام ندی چې د فلسطین پر خلاف يي پورته کوي.
ددینه وړاندې د تل ابیب نه خپل سفارت بیت المقدس ته انتقال کړ. ورپسې سم يي د تیرو ۲۵ کلونو راهیسې په واشنګټن کې فعالیت کوونکی د فلسطین ځانګړی دفتر وتړه.
هغه ویلي دي چې امریکا غواړي چې ددې ډول پریکړو او خصمانه اقدامانو سره خپلې نظریې او پلانونه پر فلسطین تحمیل کړي.