پاراګوای  د بیت المقدس په اړه مهمه  پریکړه وکړه.

پاراګوای په اسراییلو کې خپل سفارت بیرته تل ابیب ته انتقالوي

1044195
پاراګوای  د بیت المقدس په اړه مهمه  پریکړه وکړه.

پاراګوای  د بیت المقدس په اړه مهمه  پریکړه وکړه. پاراګوای چې  یو څه موده مخکې په اسراییلو کې خپل سفارت د تل ابیب نه  بیت المقدس ته انتقال کړی وو  اعلان وکړ چې هر څه ژر به يي بیرته  تل ابیب ته انتقال کړي.

د پاراګوای د بهرنیو چارو وزیر لویز البیرتو ویلي دي چې  په اسراییلو کې به خپل سفارت چې  د تیرې مې په میاشت کې  بیت المقدس ته انتقال کړی وو  په نږدې راتلوونکې کې بیرته  تل ابیب ته  انتقال کړي.

هغه ویلي دي چې پاراګوای  په منځني ختیځ کې  د عادلې، تل پاتې  او  هر اړخیزې  سولې د ټینګښت  په خاطر  د سیمه ایزو ډیپلوماتیکو هلو ځلو نه  پوره ملاتړ کوي.

اسراییلو حکومت بیا  د پاراګوای  ددې پریکړې په غبرګون کې  په نوموړي هیواد کې د خپل سفارت د تړولو پریکړه کړې ده .

د اسراییلو د لومړي وزیر د دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې  حکومت  په پاراګوای کې د اسراییلو د سفارت د تړولو او سفیر د سلامشورو په خاطر هیواد ته رابللو  پریکړه کړې ده .

د یادولو وړ ده چې پاراګوای  د مې په ۲۱ مه نيټه  د امریکا  او ګواتامالا نه وروسته  د تل ابیب نه خپل سفارت  بیت المقدس ته  انتقال کړی وو.



اړوند خبرونه