په جاپان کې د جیبي د توپان له امله د مړو شمیره ۱۱ تنو ته لوړه شوه.
په جاپان کې د زورور توپان له امله د مړو شمیره ۱۱ تنو ته لوړه شوه
د ویلو ده چې په جاپان کې دا توپان د تیرو ۲۵ کلونو په دوران کې تر ټولو زورور توپان بلل شوی دی. د نوموړي توپان له امله تر ۳۰۰ تنو ډیر کسان ټپيان شوي دي.
ویل کیږي د هغه سیمې نه چې توپان پکې رامنځته شوی دی د خلکو تخلیه پیل شوې ده .
په سیمه کې نږدې دوه میلیونه تنه ژوند کوي.
د توپان سرعت په في ساعت کې تر ۲۰۰ کیلومتره رسیږي. ویل کیږي د توپان یو زیات شمیر ونې د سټو نه راویستي او د سمندر غاړې هر څه يي سمندر ته ګوزار کړي دي.
د نوموړي توپان له امله په سلګونو موټرو ته زیان رسیدلی دی. توپان یو زیات شمیر کښتۍ وچې ته راکاږلي دي.
د ویلو ده چې د نوموړي توپان له امله د کانسای هوايي ډګر د اوبو لاندې شوی دی.
د هوايي دګر نه ۳ زره تنه مساپر په کښتیو کې تخلیه شوي دي.
همداشان توپان له امله د هوايي ډګر ته غځیدلې لویې لارې او د اوسپنې پټلۍ زیانمنې شوي دي.
اوس هم په زرګونو تنه مساپر په هوايي ډګر کې د ژغورنې انتظار باسي.
د همداشان د هوايي ډګر په یو زیات شمیر برخو برښنا هم قطع شوې ده.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.