روسیې  ویلي دي چې د امریکا  نوي  تحریمونه به بې ځوابه پرې نږدي.

امریکا متحده ایالتونو تیره ورځ پر روسیې  په انګلستان کې د سکریپال د پيښې له امله تازه  تحریمونه  وضع کړل.

1029470
روسیې  ویلي دي چې د امریکا  نوي  تحریمونه به بې ځوابه پرې نږدي.

روسیې  ویلي دي چې د امریکا  نوي  تحریمونه به بې ځوابه پرې نږدي.

روسیې  د امریکا د وروستیو  تحریمونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې خامخا به يي ځواب ورکړي.

د روسیې  د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې  ماریا زخاروف  وویل چې وروستي تحریمونه  د روسیې په مقابل کې  د امریکا  د  خصمانه  اقداماتو  بیلګه ده.

هغې وویل چې  مهمه  خبره  د روسیې  لخوا  ځواب  دی. روسیه به  پدې اړه  جدي تدابیر ونیسي. د امریکا  دې تحریمونو ته به خامخا  ځواب ورکړي.

هغې وویل چې د روسیې لخوا په امریکا لګیدونکو تحریمونو  چوکاټ به  د امریکايي سناتورانو  او سیاسي لوبي چلند  په کتو سره جوړ کړی شي.

ویاندې  په انګلستان کې  د سلیبوري په پیښه کې  د روسیې د دخالت  د ادعاګانو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « لکه څرنګه چې ټول پوهیږي  روسیې د امریکا برعکس  په خپل اختیار کې ټولې  کیمیايي وسلې له منځه وړي دي. »

زخاروف وویل سره ددې چې پدې حقیقت  ټول ډیر ښه پوهیږي خو بیا هم  په روسیې دا ډول  بې بڼسټونه تورنه لګول  د حقیقت نه ډیر لرې دي.

د یادولو وړ ده چې  د روسیې د استخباراتو یو پخوانی  جاسوس سکریپال  چې  د انګلستان د بهرنیو استخباراتو لپاره يي کار کولو  د افشا کیدو نه وروسته په روسیه کې  زنداني شو چې وروسته د روسیې او انګلستان ترمنځه د جاسوسانو په تبادله کې انګلستان ته وسپارل شو.

نوموړی  د روان میلادي کال د مارچ په ۴ مه نیټه  د انګلستان د سلیبوري  په سیمه کې  د خپلې لور سره  یو ځای د یوې څوکۍ پر سر  چې  عقل يي  په سر کې نه وو  په ډیر بد وضعیت کې وموندل شو.

انګلستان  ددې پيښې پړه په روسیې واچوله او ادعا يي وکړه چې  روس جاسوس په کیمیايي موادو  مسموم کړی دی.

انګلستان  ددې پیښې نه وروسته د روسیې سره اړیکې  ترینګلې شوې  او بعضې ګامونه يي هم  اوچت کړل. انګلستان د خپلو متفقینو نه هم  د روسیې په مقابل کې د غبرګون ښودولو  غوښتنه وکړه.



اړوند خبرونه