یو بل هیواد کې د فلسطین خپلواکي په رسمیت وپیژندله.
کولمبیا فلسطین د خپلواکه او مستقل دولت په توګه په رسمیت وپیژنده.
د اناتولیا خبري اژانس د خبر له مخې د کولمبیا پخواني ولسمشر جان مانویل سانتوس د دندې د مودې د پوره کیدو نه مخکې فلسطین د خپلواکه دولت په توګه په رسمیت وپیژنده. دا خبره د فلسطین د بهرنیو چارو مرستیال کړې ده .
په خبر کې د فلسطین د بهرنیو چارو د مرستیال له قوله راغلي دي چې سانتوس د دندې د مودې د پوره کیدو نه مخکې د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالیکي سره لیدنه وکړه او هغه ته يي خپله پریکړه اعلان کړه.
اناتولیا خبري اژانس ویلي دي چې د کولمبیا ولسمشر د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې هغه ته يي پدې اړه یو لیک ورکړ.
د فلسطین مرستیال د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې بهرنیو چارو وزیر د روانې اګست میاشتې په دننه کې پاراګوای ته سفر لري. تمه کیږي چې پاراګوای هم د بهرنیو چارو د وزیر د سفر په ترڅ کې فلسطین د خپلواکه دولت په توګه په رسمیت وپیژني.