شمالي کوریا د امریکا سره په اړیکو کې یو بل ډیر مهم ګام اوچت کړ
شمالي کوریا د ۱۹۵۰ او ۵۳ کلونو ترمنځه د کوریا په جوړه کې د وژل شوو امریکايي سرتیرو هډوکې او پاتې شوني امریکا متحده ایالتونو ته وسپارل.
شمالي کوریا د ۱۹۵۰ او ۵۳ کلونو ترمنځه د کوریا په جوړه کې د وژل شوو امریکايي سرتیرو هډوکې او پاتې شوني امریکا متحده ایالتونو ته وسپارل.
د کوریا د جګړې د اوربند د تړون په ۶۵ کیلزه کې شمالي کوریا پدې جګړه کې د وژل شوو امریکايي سرتیرو هډوکي او پاتې شوني د وانسان د ښار د کالما د هوايي دګر نه په عسکري الوتکه کې په سویلي کوریا کې د امریکايي ځواکونو د اوسان پوځي هډې ته واستول.
پداسې حال کې چې امریکا او شمالي کوریا دا ندي ویلي چې امریکا ته د څو تنو سرتیرو هډوکې او پاتې شوني سپارلي خو ځینو برخو بیا د ۵۵ تابوتونو د سپارولو نه یادونه کړې ده .
ویل کیږي د نوموړو امریکایي سرتیرو مړي به د امریکا د هاوايي ایالت عدلي طب ته واستول شي.
همداشان مړي عدلي طب ته د تسلیمولو نه مخکې به امریکا ته د اعاده کولو په خاطر ځانګړي مراسم جوړ شي.
د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ددې پرمختګ په اړه ډیره زیاته خوښي وښوده او د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون نه مننه وکړه.
هغه پدې اړه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې ډیر ژر به د کوریا په جګړه کې د وژل شوو امریکايي سرتیرو هډوکې او پاتې شوني امریکا ته راوستول شي.
دا به د هغه سرتیرو د کورنیو لپاره ډیرې نه هیریدونکې شیبې وي. مننه کیم جونګ اون.