د لیبیا په سواحلو کې د دوو ورځو په دننه کې تر ۲۰۰ تنو ډیرو کډوالو ژوند د لاسه ورکړ.
په سمندرونو کې د کډوالو مرګ ژوبلې کچه لوړه شوې ده
د لیبیا په سواحلو کې د دوو ورځو په دننه کې تر ۲۰۰ تنو ډیرو کډوالو ژوند د لاسه ورکړ.
د ملګروملتونو د کډوالۍ عالي سازمان ویلي دي چې پرون د لیبیا د ترابلس ښار ختیځ لوري ته په سمندر کې د کډوالو کښتۍ په سمندر کې ډوبه شوه.
پدې پیښه کې ۴۱ تنه کډوال ژوندي ژغورل شوي دي.
د کډوالۍ عالي سازمان په خپور کړي بیان کې ویلي دي چې د تیرې جمعې پر ورځ د انسان د قاچاقبرانو یوه کښتۍ په لوی لاس په سمندر کې ډوبه کړه چې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۱۰۳ تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړ. پدې پيښه کې ۳ تنو ماشومانو هم ژوند دل لاسه ورکړی دی.
همداشان د خالي او یکشنبې په ورځو په رامنځته شوو جلا جلا پيښو کې تر سلو ډیرو کډوالو ژوند د لاسه ورکړ.
د بله پلوه د لیبیا د سواحلو د امینت قومندانۍ ویلي دي چې سږ کال يي په کوچنیو او پلاستیکي کښتیو کې اروپا ته د تر لسو زرو تنو ډیرو کډوالو مخه نیولې ده .
قومندانۍ ویلي دي چې ددوې د ټولو هلو ځلو سره سره خلک د قاچاقبرانو منګولو ته غورځیږي .
د ملګروملتونو د کډوالو د عالي سازمان مشر ویلیم لاسي سوینګ ویلي دي چې په لیبیا کې په خپلو سترګو د کډوالو د حالاتو د مشاهده کولو په خاطر به د روانۍ اوونۍ په ترڅ کې لیبیا ته سفر وکړي.
د بله پلوه د کډوالۍ د عالي سازمان یو تن بل چارواکي بیا ویلي دي چې پدې وروستیو ورځو کې د لیبیا په سواحلو کې د کډوالو مرګ ژوبلې شمیره د پام وړ لوړه شوې ده .
د لیبیا ځايي او نړۍوالو خبري رسنیو د خبر له مخې د نړۍ د څه باندې ۲۴ افریقايي هیوادونو وګړي اروپا ته د تګ په خاطر د لیبیا نه تیریږي. په زرګونو تنه د مدیترانې له لارې ایټالیا او نورو اروپايی هیوادونو ته د ځان د رسولو په خاطر لیبیا کې شپې او ورځې سبا کوي.