ترکیې د یونان نه د کډوالو د بیرته منلو تړون وځنډو.
د یونان لخوا پر خلاف د ترکیې سخت غبرګون .
ترکیې د یونان نه د کډوالو د بیرته منلو تړون وځنډو.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش دا څرګندونې په انتالیا ولایت کې یوې غونډې ته وکړې. هغه وویل چې ترکیې د یونان نه د کډوالو د بیرته منلو اړوند تړون ځنډولی دی.
چاوش اوغلو په انتالیا ولایت کې د ځايي خبري رسنیو د استازو سره غونډه وکړه.
هغه دلته د یو خبریال ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا ترکیې د یونان پر خلاف چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان غړي کودتاچیان يي خوشې کړل کوم بندیز په نظر کې لري او که نه؟ داسې وویل، د هر څه نه مخکې باید ووایم چې ترکیې د یونان نه د کډوالو د بیرته منلو تړون ځنډولی دی.
هغه وویل چې د یونان دا چلند په اصل کې د منلو وړ ندی. ځکه چې یونان هم د کودتاګانو نه ډیر زیات زیان لیدلی دی. حکومت غواړي چې دا ستونزه په حقیقت کې حل کړي. یونان د لویدیځ لخوا هم د سختو فشارونو لاندې قرار لري.
په ځانګړې توګه د یونان قضايي ارګانونه. په هغوې د بهر نه سخت فشارونه وارد شوي دي. هو ترکیه د اروپايي ټولنې سره د کډوالو په برخه کې تړون لري چې عمل پرې کیږي.
د یونان سره هم د کډوالو د بیرته منلو اړوند یو تړون لرو چې هغه دم ګړۍ د ترکیې لخوا ځنډول شوی دی.
په یونان د بندیزونو لړۍ پایته نده رسیدلې. پدې اړه چارې دوام لري.