امريكا د چين يو جاسوس نيولى!

د امريكا متحدو ايالتونو اعلان وكړ چې يو كس يې د چين استخباراتو ته د جاسوسۍ په تور نيولى دى.

986649
امريكا د چين يو جاسوس نيولى!

 

د امريكا د دفاعي استخباراتو د تشيكلاتو يو تن كار كونكى چې ران راكوېل هېسن نوميږي، په داسې حال كې ددې هېواد د سياټل په هوايي ډګر كې ونيول شوي چې غوښتل يې چين ته سفر وكړي.

د امريكا د فدرالي څېړنو ادارې اف بي آى څرګنده كړه چې دا شخص ۵۸ كاله عمر لري  او د سلګونو زرو ډالرو په بدل كې يې چين ته د امريكا نظامي اسرار وركړي دي.

د بله پلوه د چين د بهرنيو چارو د وزارت وياند د پېښې په اړه خپله بې خبري وښودله او زياته يې كړه چې د امريكا او چين دواړه يو لړ ستونزې لري دواړه هېوادونه پياوړي دي او متقابلې همكارۍ له لارې بايد خپلې اړيكې پراخه كړي.

ويل كيږي چې كه چېرې هېسن پړ وبلل شي نو په عمر بند به محكوم شي.


پيوندونه: #امريكا , #چين , #جاسوس

اړوند خبرونه