چین خپله لومړنۍ د الوتکو لیږدونکې جنګي کښتۍ په بریالیتوب سره وازمایه
چین خپله لومړنۍ د جنګي الوتکو لیږدونکې جنګي بیړۍ په بریالیتوب سره وازمایله او د دالین بندر ته ستنه کړه.
چین خپله لومړنۍ د جنګي الوتکو لیږدونکې جنګي بیړۍ په بریالیتوب سره وازمایله او د دالین بندر ته ستنه کړه.
د شینهوا خبري اژانس د خبر له مخې د صفر صفر یو ای ډوله د الوتکو لیږونکې جنګي بیړۍ چې د مې په ۱۳ مه نيټه د دالین بندر نه جلا شوې وه د ازمایښتې سفر او امتحاني دورې د پایته رسولو سره بیرته بندر ته راستنه شوه.
په خبر کې راغلي دي چې پدې ازمایښت کې د بیړۍ د مخابراتو، تیلو او اورلګیدنې د امنیت په څیر مهم سیستمونه په بریالیتوب سره وازمایل شول.
د ویلو ده چې د یادې شوې بیړۍ د جوړولو چارې په ۲۰۱۲ کال کې د چین کښتۍ جوړولو د دولتي شرکت لخوا پيل شوې وې پایته رسیدلي دي. دا کښتۍ د ۵۰ زره ټنه په وزن ، ۳۱۵ متره اوږدوالي او ۷۵ پراخوالي سره جوړه شوې ده .
د ویلو ده چې کښتۍ به په سمندر کې د ۶ میاشتو لپاره وازمایل شي. دا کښتۍ چې تیره میاشت د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې اوبو ته ښکته کړې شوه د هر ډول ازمایښتونو نه وروسته به په ۲۰۲۰ کال کې وسله وال پوځ ته وسپارل شي.
د ویلو ده چې چین د لومړي ځل لپاره د الوتکو لیږدونکې کښتۍ جوړه کړه. چین د نوموړې کښتۍ سره ټولې نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا ته په یو ډول میدان وډبو.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.