د روژې په اړه د ټرمپ پيغام!

د امريكا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډانلډ ټرمپ د روژې د مباركې مياشتې د را رسېدلو له امله يو پيغام خپور كړ.

973502
د روژې په اړه د ټرمپ پيغام!

 

 

د سپينې ماڼې لخوا په خپور شوي پيغام كې راغلي دي چې په امريكا كې د ټولنيز ژوند او ديني جوړښت په برخه كې مسلمانانو خدمت كړى دى. په پيغام كې راغلي دي چې ټول ددې چانس لري چې په امريكا كې د داسې اساسي قانون تر سيوري لاندې ژوند وكړي چې ديني آزادۍ  يې په نظر كې نيولې او د عبادت حق ته په درنه سترګه ګوري. زموږ اساسي قانون په امريكا كې د دولت د مداخلې پرته د مسلمانانو لخوا د روژې نيولو ته امكان وركوي.

د بله پلوه سپينه ماڼۍ په پام كې لري چې په هېواد كې د مسلمانو مشرانو او همداراز د مسلمان مېشتو هېوادونو سفيرانو ته د روژه ماتي مراسم جوړ كړي. د نا رسمي معلوماتو له مخې ټاكل شوې ده چې دا مراسم د جون د مياشتې په ۲۶مه نېټه ترسره شي.



اړوند خبرونه