امریکا : ایران په سیمه کې د ټولو ناخوالو لامل دی

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون ویاندې  دانا وایټ پر ایران  ډیرې سختې نیوکې وکړې.

963687
امریکا : ایران په سیمه کې د ټولو ناخوالو لامل دی

د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزارت پنټاګون ویاندې  دانا وایټ پر ایران  ډیرې سختې نیوکې وکړې.

د پنټاګون ویاندې  په اونیزه خبري غونډه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

ویاندې ددې پوښتنې په ځواب چې  د ایران او اسراییلو ترمنځه  روان کړکیچ  او ناندریو  ستاسې اندیښنې پارولي دي که نه؟ داسې وویل، په اصل کې  د  ایران  بدو اغیزو په ټولې سیمې  ناوړه اغیزې کړي دي.

د سیمې د بې ثباتۍ او بې استقرارۍ  یواځنی  لامل ایران  دی.

ایران  په سیمه کې  د یو پلو نه  د حزب الله  او د بله پلوه  د حوثي یاغیانو نه سره  د ملاتړ سره  نیابتي  جګړو ته  لمن وهي. نوموړي په خپل وکالت  جنګوي.

په کومه  سیمه کې  چې د ایران لاس  وي  هلته  سوله او ثبات  ناممکنه  خبره ده. چیرته چې  د ایران  خپه ورسیږي  هلته  خامخا  بې ثباتي او بې استقراري  وي.

د سوریې د جګړې دوام  اصلي لامل هم  ایران  دی. په سوریه کې د ایران لاسوهنې  د ټولو  د اندیښنې  لامل ګرځیدلي دي.

ویاندې ددې پوښتنې په ځواب چې  د ایران او اسراییلو ترمنځه د احتمالي جګړې پر مهال به امریکا  څه ډول  غبرګون وښايي ؟ داسې وویل، امریکا  تل  خپل ځان نه دفاع ته  ډیر اهمیت ورکوي.

هغه وویل چې په سوریه کې بیا زمونږ  یواځنی  هدف  د داعش پر خلاف مبارزه ده.



اړوند خبرونه