ټرمپ : په روسیې د نوو بندیزونو هوډ نلرو
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ روسیې ته د یو لیک په استولو سره ویلي دي چې پدې هیواد د نوو بندیزونو د لګولو پلان به سمدلاسه عملي نکړي.
954027
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرمپ روسیې ته د یو لیک په استولو سره ویلي دي چې پدې هیواد د نوو بندیزونو د لګولو پلان به سمدلاسه عملي نکړي.
په واسنګټن کې د روسیې سفارت خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ولسمشر ټرمپ لخوا خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین ته په خطاب کې لیک ترلاسه کړی دی.
سفارت ویلي دي چې پدې لیک کې د امریکا لخوا پر روسیې د نوو بندیزونو په اړه معلومات ورکړل شوي.
ولسمشر ټرمپ په لیک کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې پر روسیې د نوو بندیزونو پلان نلري. لګیدلي بندیزونه به هم سمدلاسه عملي نشي.
همداشان د سپینې ماڼۍ یو تن چارواکي چې د نوم اخیستو نه ډډه کوله ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ پر روسیې د نوو بندیزونو لګولو هوډ نلري او د روسیې لخوا د سایبری بریدونو او یا کوم بل اقدام د نه ترسره کیدو په صورت کې به لګول شي بندیزون عملي نشي.