په هر يو ساعت كې پر ۱۱ تنو جنسي تېرى!

د يوې څېړنې له مخې په انګلستان كې په اوسط ډول په هر يو ساعت كې پر ۱۱ تنو جنسي تېرى كيږي.

948423
په هر يو ساعت كې پر ۱۱ تنو جنسي تېرى!

 

د يوې څېړنې له مخې په انګلستان كې په اوسط ډول په هر يو ساعت كې پر ۱۱ تنو جنسي تېرى كيږي.

د رېپ كرايسېس په نامه د مدني ټولنې يوې ادارې چې په انګلستان او ګالر سيمه كې د جنسي تېريو په اړه څېړنې كوي او د جنسي تېري قربانيانو سره مرسته كوي، خپل نوى راپور خپور كړ.

ددې راپور له مخې په انګلستان كې هر كال پر ۸۵ زره ښځو او ۱۲ زره نارينو باندې جنسي تېرى كيږي چې دا په اوسط ډول په هر ساعت كې پر ۱۱ تنو د جنسي تېري په معنى دى.

د راپور له مخې د ۲۰۱۶ – ۲۰۱۷م كال ترمېنځ ۲۰۲ زره ۶۶۶ كسانو د جنسي تېري له امله د مرستې غوښتنه كړې ده. د راپور له مخې دې ادارې تر اوسه پورې ۴۵۰ زره ځله د جنسي تېري د قربانيانو سره د حقوقي، رواني او ټولنيزو ليدلي دي.

ددې ادارې د راپور له مخې په انګلستان كې د جنسي تېري د قربانيانو ۲ زره ۶۵۱ تنه يې تر ۱۵ كلونو كم عمره ماشومان دي.



اړوند خبرونه