په هندوستان کې د قتل عام په څیر ټرافیکي پیښه رامنځته شوه.
په هندوستان کې په ټرافیکي پیښه کې ۳۰ تنو زده کوونکو ژوند د لاسه ورکړ
په هندوستان کې د قتل عام په څیر ټرافیکي پیښه رامنځته شوه.
د هندوستان د هیماچال پرادش په ایالت کې د ټرافیکي پیښې له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
د ترلاسه شوي رپوټ له مخې په نوموړي ایالت کې د ابتدایه ښوونځي د زده کوونکو بس موټر د سړک نه لاندې درې ته غورځیدلی دی.
د هیماچال پرادش د ایالت د ټرانسپورت وزیر ګویند سنګ ټاکور خبري رسنیو ته ویلي دي چې پیښه د پلازمینې نوې ډیلۍ شمال لوري ته په ۵۰۰ کیلومترۍ کې د هیمالیا د غرونو په لمن کې د کانګرا په وادي کې رامنځته شوې ده .
هغه ویلي دي چې د زده کوونکو بس موټر د سړک نه ۶۰ متره ژورې درې ته غورځیدلی دی.
د هغه په وینا پدې پيښه کې لږ تر لږه ۳۰ تنو زده کوونکو ژوند د لاسه ورکړی او تر لسو ډیر ټپیان شوي دي. د پیښې قربانیان ټول ماشومان دي.
د پیښې ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.
ټاکور ویلي دي چې پيښه د ډیر زیات سرعت په پایله کې رامنځته شوې ده . چلوونکي چې بس په سرعت سره ځغلولو په یو موړ کې کنټرول د لاسه ورکړ او بس ۶۰ متره ژورې درې ته وغورځید.
هغه ویلي دي چې پیښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي. دا لا معلومه نده چې د موټر چلوونکي پدې پیښه کې ژوند د لاسه ورکړی دی او که نه.
د ویلو ده چې په هندوستان کې د لویو لارو د خرابوالي او په کافي توګه د ټرانسپورت د نشتوالي له امله وخت نا وخته ورته پيښې رامنځته کیږي.