اسلام ته د سپكاوي په تور پراخ لاريون

د اندونېزيا په پلازمېنه جاكارتا  كې زرګونو كسانو د جمعې د لمانځه وروسته اسلام ته د سپكاوي پر وړاندې پراخه لاريون وكړ.

946168
اسلام ته د سپكاوي په تور پراخ لاريون

 

د اندونېزيا په پلازمېنه جاكارتا  كې زرګونو كسانو د جمعې د لمانځه وروسته اسلام ته د سپكاوي پر وړاندې پراخه لاريون وكړ.

لاريون كونكو د اندونېزيا د لومړني ولسمشر او سياس رهبر احمد سوكارنو د لور سوكماواتي څرګندونې اسلام ته سپكاوى وبللو او ويې غندلې.

زرګونو لاريون كونكو د اندونېزيا له امنيتي چارواكو غوښتنه وكړه چې سوكماواتي چې د شعر له لارې اسلام ته سپكاوى كړى دى، زندان ته واچوي.

سوكماواتي تېره اونۍ په پلازمېنه جاكارتا كېد ``اندونېزيا د مود د اونۍ`` په مناسبت يو لړ مراسمو كې يو شعر وويلو چې ويل كيږي چې اسلام ته يې په كې سپكاوى كړى دى.

د سوكماواتي د نيولو په موخه خلكو څارنوالۍ ته غوښتنليكونه وړاندې كړي دي. نوموړي د خلكو د پراخ غبرګون له امله له خلكو بښنه غوښتې ده.

د جاكارتا په تاريخ كې د لومړني چينايي الاصله عيسوي والي هم په ۲۰۱۴م كال كې اسلام ته د سپكاوي په تور غندل شوى وو. نوموړى د محكمې لخوا په دوه كاله بند محكوم شو او له دندې يې استعفا وكړه.



اړوند خبرونه