د جاسوس پر سره جګړه!

امريكايي چارواكو د يو ناڅاپي ګام سره په هېواد كې د روسيې د ۶۰ ډيپلوماټانو د شړلو او د يوې قونسلګرۍ د تړلو پرېكړه وكړه.

938053
د جاسوس پر سره جګړه!

 

امريكايي چارواكو د يو ناڅاپي ګام سره په هېواد كې د روسيې د ۶۰ ډيپلوماټانو د شړلو او د يوې قونسلګرۍ د تړلو پرېكړه وكړه.

په انګلستان كې د روسيې د دوه طرفه پخواني جاسوس او لور باندې د كېمياوي موادو تر بريد وروسته د روسيې او لوېديځ ترمېنځ اړيكې ترينګلې شوې دي.

پدې لړ كې امريكايي مقاماتو په انګلستان كې د پخواني روسي جاسوس باندې د بريد په تړاو په خپل هېواد كې د روسيې ۶۰ ډيپلوماټانو ته ۷ ورځې وخت وركړى دى چې له هېواده ووځي. سربېره پر دې په واشنګټن كې د سياټل روسي قونسلګري يې هم تړلې ده. د چارواكو په وينا دا پرېكړه په امريكا كې د د روسي د استخباراتي فعاليتونو د زيادتېدلو په پايله كې شوې ده. دا قونسلګري د سياټل په ښار كې د امريكا د تحت البحري هډې سره نږدې موقعيت لري.

پدې لړ كې په نيويارك كې د ملګرو ملتونو په سازمان كې په دندې بوخت ۱۲ روسي ډپيلوماټان هم شامل دي.

ددې پرېكړې لامل په انګلستان كې د سرګي سكريپال په نامه د پخواني دوه طرفه جاسوس او لور باندې د بريد له امله د انګلستان سره د همدردۍ ښودل دي.

لوېديځ مقامات ددې بريد پړه پر روسي استخباراتو اچوي خو روسيې بيا ددې پېښې د ترسره كولو نه انكار كى دى. سكرېپال د روان ميلادي كال د مارچ په ۴مه نېټه د كيمياوي ګازو په واسطه تر بريد لاندې راغلى و چې اوسمهال په روغتون كې تر درملنې لاندې دى.

د روسيې ځواب

په واشنګټن كې د روسيې سفير د امريكا ددې پرېكړې په اړه څرګنده كړه چې امريكايي مقاماتو پدې ډول د دواړو هېوادونو ترمېنځ اړيكو وروستۍ برخه هم ټوټې ټوټې كړې ده.

د روسيې يو تن چارواكي څرګنده كړه چې ددې په مقابل كې به په روسيه ېك ۶۰ تنه امريكايي ډيپلوماټان هم له هېواده وشړل شي.



اړوند خبرونه