روسیې د انګلستان په مقابل کې متقابل ګام اوچت کړ
روسیې د انګلستان لخوا د روسي ډیپلوماټانو د شړولو د پریکړې نه وروسته متقابل ګام اوچت کړ.
روسیې د انګلستان لخوا د روسي ډیپلوماټانو د شړولو د پریکړې نه وروسته متقابل ګام اوچت کړ.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل چې هیواد يي د انګلستان د ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.
د یادولو وړ ده چې د روسیې او انګلستان ترمنځه په سالزبری ښار کې د پخواني روس جاسوس او د هغه د لور په زهرجنو کیمیايي موادو د مسموم او وژل کیدو نه وروسته اړیکې د پام وړ خرابې شوي دي.
انګلستان لومړۍ وزیرې د پخواني روس جاسوس او د هغه د لور د وژل کیدو په غبرګون کې په لندن کې د روسیې د سفارت د ۲۳ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.
د انګلستان حکومت روس ډیپلوماټانو ته د انګلستان د خاورې نه د وتو په خاطر یوه اوونۍ مهلت ورکړ.
انګلستان ددې سربیره د روسیې سره په لوړه کچه لیدنې کتنې وځنډولې او د ملګروملتونو سازمان د امنیت شورا يي بیړنۍ غونډه ته راوبلله.
روسیې هم د انګلستان لخوا ددوې د ډیپلوماټانو د شړولو د پریکړې په غبرګون کې د هیواد نه د انګلستان د ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.