په باکو کې په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې په مرکز کې اورلګیدنه رامنځته شوه
په باکو کې ستره فاجعه رامنځته شوه
921210
د اذربایجان په پلازمینه باکو کې په نشه یی توکو د روږدو کسانو د درملنې په مرکز کې اورلګیدنې ستره فاجعه رامنځته کړه.
د باکو نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې پدې پيښه کې لږ تر لږه ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د باکو امنیتي مقاماتو ویلي دي چې د اورلګیدنې لامل تر اوسه پورې ناڅرګند دی او په اړه يي تحقیقات پيل شوي دي.
د اذربایجان د روغتیا وزارت ویلي دي چې پدې پيښه کې ۲۶ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی خو سیمه ایزو خبري رسنیو پدې پیښه کې لږ تر لږه د ۳۰ تنو د وژل کیدو نه خبر ورکړی دی.