په امریکا کې شدیدو بارانونو او توپان په سلګونو کورونه په اوب کې ډوب کړي دي
د امریکا متحده ایالتونو په مرکزي سیمو کې شدیدو بارارنونو او زورور توپان د ژوند چارې په ټپه درولي دي.
د امریکا متحده ایالتونو په مرکزي سیمو کې شدیدو بارارنونو او زورور توپان د ژوند چارې په ټپه درولي دي.
د امریکا د میشیګان، کنتاکي او ارکانساس په ایالتونو کې شدیدو بارارنونو او زورور توپان له امله لږ تر لږه ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او په سلګونو کورونه د اوبو لاندې شوي دي.
د امریکا د هوا پیژندنې د ادارې د معلوماتو له مخې په مرکزي سیمو کې د توپان سرعت په ساعت کې ۸۰ کیلومتره وو. ددې زورور توپان له امله د سلګونو کورونه چتونه نړیدلي دي.
ویل کیږي توپان له امله د برښنا عمومي مزو هم زیان لیدلی دی چې تر شلو زرو ډیر کورونه د برښنا د نعمت نه محروم شوي دي.
په کینتوکي ایالت کې ۶۴ لویې لارې د سیلاونو له امله د ټرافیک پر مخ تړل شوي دي.
همداشان د زورورو توپانونو له امله میسوري، انډیانا او لینویس په ایالتونو کې بیړنی حالت اعلان شوی دی.
امریکايي چارواکیو ویلي دي چې پدې طبعي پيښو کې تر اوسه پورې ۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.