ټرمپ غواړي چې د ښوونځیو ښوونکي په وسلو سمبال کړي
په امریکا کې د یو پلو نه په ازده توګه د وسلو پر خلاف مظاهرې دوام لري د بله پلوه ټرمپ غواړي چې ښوونکي په وسلو سمبال کړي
پداسې حال کې چې په امریکا کې په وسلو د بندیز په اړه مظاهرې دوام لري د نوموړي هیواد ولسمشر دونالد ټرمپ په ښوونځیو کې ښوونکو ته د وسلو ورکولو وړاندیز وکړ.
ټرمپ ویلي دي چې په ښوونځیو کې ښوونکي په وسلو سمبالول به په ښوونځیو کې د وسله والو بریدونو مخنیوی وکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د فلوریدا ایالت د پارک لنډ په سیمه کې په ښوونځي د ترسره شوي وسله وال برید چې په ترڅ کې چ ۱۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو د ژغورل شوو زده کوونکو او د هغوې د کورنیو سره لیدنه وکړه.
ټرمپ د پیښې په اړه د زده کوونکو د سترګو حال او د هغوې د کورنیو د وړاندیزونو د اوریدو نه وروسته وینا وکړه. ټرمپ وویل که چیرې پدې ښوونځي کې د وسلې په کارولو او په وسلې حاکم ښوونکی وای کیدای شي چې د مرګ ژوبلې مخه يي نیولی وی.
ټرمپ وویل چې پدې لیسه کې د برید پر مهال بعضې ښوونکي تیښتې ته مجبور شوي دي. که چیرې ددوې د منځ نه یو هم په وسلې سمبال وی د تيښتې پر ځای به يي برید کوونکی له خپو غورځولی وی او یا به يي د برید مخه نیولي وی.
ټرمپ وویل چې پولیس د پیښې د پيلیدو نه ۸ دقیقې وروسته سیمې ته رارسیدلي دي. د همدې امله په پام کې لري چې په ښوونځیو کې لږ تر لږه شل سلنه ښوونکي په وسلو سمبال کړي. هغوې ته د وسلو د انتقالولو اجازه ورکړي.
ټرمپ ویلي دي چې وسلو د انتقال اجازه به هغه ښوونکو ته ورکړل شي چې د وسلو سره پوره اشنايي او بلدتیا ولري. همداشان دوی به دا وسلې په پټه توګه انتقالوي.
هغه وویل چې هغه ښوونکو ته چې وسلې او د وسلې د انتقال اجازه ورکول کیږي په ځانګړي توګه به وروزل شي. دا کار به په ښوونځیو او تعلیمي موسساتو کې د وسله والو بریدونو په مخنیوي کې مهم رول ولوبوي.
د یادولو وړ ده چې تیره اوونۍ د امریکا د فلوریدا ایالت پارک لنډ په ښار کې د نیکولاس کروز په نامه ۱۹ کلن برید کوونکي په ښوونځي د برید سره ۱۷ تنه مړه او ګن شمیر نور ټپیان کړل.
د بله پلوه ویل کیږي چې برید کوونکی د فلوریدا جمهوریت ترنامه لاندې د سپین پوستانو د یوې افراطي ډلې غړیتوب درلود چې دا ډله د مسلمانانو او تور پوستانو نه نفرت لري.
ویل کیږي برید کوونکي په برید کې کارولې وسله په قانوني ډول رانیولې وه. د امریکا د فدرال څیړونو ادارې ویلي وو چې داسې استخبارات يي ترلاسه کړي وو چې برید کوونکي د برید د پلان درلودو په خاطر وسله رانیولې وه. خو دوې پدې اړه لا زیات تحقیقات نه وو کړي.
د بله پلوه په امریکا کې په ازاده توګه د وسلو د خرڅلاو پر خلاف مظاهرې دوام لري. مظاهره کوونکي په وسلو د بندیز لګولو غوښتنه کوي.