په جرمني كې اسلام دښمني سرحد نه پېژني
په جرمني كې د جوړېدو په حال كې د يو مسجد په انګړ كې د اسلام دښمنو لخوا ۲۶ صليبونه اېښودل شوي دي.
په جرمني كې د جوړېدو په حال كې د يو مسجد په انګړ كې د اسلام دښمنو لخوا ۲۶ صليبونه اېښودل شوي دي.
ددې هېواد باوېريا د ايالت د رېجنسبرګ په ښار د يو جوړېدونكي مسجد په انګړ كې ۲۶ صليبونه ايښودل شوي چې له مخې يې د عيسويانو د هديرې شكل وركړل شوى دى.
دا مسجد چې د ديني چارو د تركي – اسلامي ټولنې لخوا جوړيږي، پكې د نامعلومو كسانو لخوا صليبونه ايښودل شوي دي. پر دې صليبونو باندې د بروكسل په بريد كې د وژل شوو كسانو نومونه ليكل شوي دي.
له پېښې وروسته پوليسو په سيمه كې څېړنې پيل كي دي. د سيمې مسلمانو اوسېدونكو دا عمل غندلى او هغه يې د مسلمانانو پر وړاندې د دښمنۍ سمبول بللى دى.
ويل كيږي چې د مسجد ځمكه د سيمې د مسلمانانو لخوا پېرودل شوى دى. پخوا هم په سيمه كې يو مسجد و چې د ۱۹۸۶م كال راهيسې د سيمې د اوسېدونكو ترمېنځ يې د هر ډول ستونزې د رامنځته كېدلو مخنيوى كړى دى.