د کوریا ټاپو نن د تاریخي ورځې شاهدي وکړه
د شمالي کوریا شهزادګۍ سویلي کوریا ته سفر وکړ
د کوریا ټاپو نن د تاریخي ورځې شاهدي وکړه. د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون خور او پدې هیواد کې د ولسمشر نه وروسته دویمه واکداره کیم یو جونګ نن سویلي کوریا ته سفر وکړ.
د ویلو ده چې د ۱۹۵۰ او ۵۳ کلونو ترمنځه د کوریا د جګړې نه وروسته دا لومړی ځل دی چې د شمالي کوریا یو ډیر جګپوړی چارواکی سویلي کوریا ته سفر کوي.
د کوریا ټاپو کې د دوو کلونو نه وروسته یو ځل بیا د سولې د مذاکراتو په اړه هیلې راژوندۍ شوې.
د شمالي کوریا او سویلي کوریا ترمنځه د خبرو نه وروسته شمالي کوریا په سویلي کوریا کې جوړ شوي د ژمنیزو اولمپیاتو په سیالیو کې د ګډون پریکړه وکړه.
شمالي کوریا ولسمشر کیم جونګ اون د خپل خور په مشرۍ یو هیت سویلي کوریا ته د استولو پریکړه وکړه.
د شمالي کوریا شهزادګۍ د مل هیت په مشرۍ نن سویلي کوریا ته ورسیده . د هغه نه په هوايي دګر کې د سویلي کوریا چارواکیو هر کلی وکړ.
د ویلو ده چې د شمالي کوریا د شهزادګۍ په مشرۍ په هیت کې د نوموړي هیواد د ولسي جرګې ریس هم شتون لري.
د ویلو ده چې د ۱۹۵۰ او ۵۳ کلونو ترمنځه د کوریا د جګړې نه وروسته دا لومړی ځل دی چې د کیم د کورنۍ یو مهم غړی د سویلي کوریا نه لیدنه کوي.
د ټولې نړۍ توجه دې سفر ته اوښتې ده .