امریکا په سوریه کې د اسد په پلوي ځواکونو مرګوني بریدونه وکړل
امریکا متحده ایالتونو په سوریه کې د اسد رژیم په پلوي جنګیالیو مرګوني بریدونه وکړه.
امریکا متحده ایالتونو په سوریه کې د اسد رژیم په پلوي جنګیالیو مرګوني بریدونه وکړه.
امریکا متحده ایالتونو د اسد په پلوي جنګیالیو چې د دیروزور ښار په سویل کې د سوریې د ډیموکراتیکو د ځواکونو تر نامه لاندې د پ ک ک ترهګرې ډلې قرارګاه محاصره کړې وه د امریکايي ځواکونو لخوا پرې مرګوني بریدونه وشول.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې پدې بریدونو کې لږ تر لږه سل تنه د اسد پلوي جنګیالي وژل شوي دي.
د امریکا په مشرۍ د داعش پر خلاف نړۍوالو ایتلافي ځواکونو په سوریه کې د بشار اسد په پلوي جنګیالیو خونړي بریدونه وکړل.
ویل کیږي ایتلافي ځواکونو د اسد په پلوي جنګیالیو د توپ او هاوان بریدونه کړي چې ویل کیږي تر سلو ډیر جنګیالي وژل شوي دي.
ایتلافي ځواکونو ویلي دي چې د اسد پلوي ځواکونو پرته د کومې ستونزې یا تحریک امیزه تش په نامه د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو په مرکزونو قوي برید وکړ. پدې مرکزونو کې امریکايي ځواکونو هم شتون درلود.
ایتلافي ځواکونو ویلي دي چې د اسد پلوي جنګیالیو ۵۰۰ کسیزې ډلې د دیروزور په سویل کې د تش په نامه د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو په قرارګاه برید وکړ. نوموړې ډلې د روسي ډوله ټانکونو او درندو وسلو سره دا برید ترسره کړی دی. پدې برید کې امریکايي ځواکونو ته کوم زیان ندی رسیدلی او یواځې د پ ک ک ترهګرې ډلې ځیني جنیګالي ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د سوریې دولتي تلویزیون هم د امریکايي ځواکونو لخوا د اسد په پلوي جنګیالیو د بریدونو پخلی کړی دی. د سوریې دولتي تلویزیون ویلي دي چې ددوې ځواکونه په سیمه کې د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر مستقر شوي وو.
د ویلو ده چې د سوریې د دیروزور سیمه چې د نفتو له پلوه ټر ټولو بډایه سیمه ده په ۲۰۱۴ کال کې د داعش لخوا ونیول شوه چې په ۲۰۱۷ کال کې د امریکا په ملاتړ د پ ک ک ترهګرې ډلې لخوا بیرته ونیول شوه
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.