په امریکا متحده ایالتونو کې په ښوونځې وسله وال برید وشو.
په کنټاکي ایالت کې په ښوونځي خونړی برید وشو
په امریکا متحده ایالتونو کې په ښوونځې وسله وال برید وشو.
د امریکا د کنټاکي ایالت په لویدیځ کې د بینټون په سیمه کې په لیسه کې د وسله وال برید په پایله کې دوه تنه مړه او ۱۳ تنه نور ټپیان شول.
د کنټاکي د ایالت والي خبري رسنیو ته وویل چې د سې شنبې د ورځې د سهار په ۸ بجو یو ۱۵ کلن تنکي ځوان چې هویت يي پټ ساتل شوی دی د بینټون په سیمه کې د مارشال کونټي په لیسه کې د درس د پیلیدو نه څو شیبې مخکې په زده کوونکو د تبانچې ډزې وکړې. پدې پيښه کې ۲ تنه مړه او ۱۳ تنه نور ټپیان شول.
برید کوونکی ځوان د پولیسو لخوا نیول شوی دی. همداشان د پیښې عیني شاهدانو خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید کوونکی په ډیره سړه سینه ښوونځي ته راننوت او تبانچه يي راوویسته او په زده کوونکو يي ډزې پيل کړې.
د بله پلوه پولیسو ویلي دي باور لري چې برید کوونکي دا برید په یواځې ځان پلان کړی او ترسره کړی دی.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی به د دوو تنو د وژلو او ۱۳ تنو د ټپي کولو په تور محاکمه شي.
ویل کیږي د مارشال کونټي په لیسه کې ۱۱۵۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. دې پیښې په ښوونځي کې او د زده کوونکو د کورنیو سختې اندیښنې پارولي دي.
پدې پيښه کې یوه ۱۵ کلنه زده کوونکې او یو ۱۵ کلن زده کوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ټپیانو نه هم د ۵ تنو روغتیايي حالت باریکه دی. ویل کیږي د پیښې د قربانیانو عمرونه د ۱۴ او ۱۸ کلونو ترمنځه دي.