ګوتریس : د سوریې ستونزې باید پخپله د سوریې خلک حل کړي

ګوتریس : نړۍوال ټولنه په یو زیات شمیر برخو کې ناکامه ده

889943
ګوتریس : د سوریې ستونزې باید پخپله د سوریې خلک حل کړي

د ملګروملتونو  سرمنشي انتونیو ګوتریس د امریکا متحده ایالتونو لخوا په سوریه کې د ترهګرو ډلو نه  د پولو د امنیت د ځواک تر نامه لاندې د اردو جوړولو په اړه  ارزونې وکړې.

هغه وویل چې  د سوریې د برخلیک  او راتلوونکې په اړه پریکړه باید پخپله د سوریې خلک وکړي. دا به ښه وي چې د سوریې خلک خپلې ستونزې  پخپله حل کړي.

ګوتریس دا څرګندونې  ملګروملتونو سازمان په عمومي مرکز کې  خبري غونډې ته وکړې.

هغه زیاته کړه چې  نړۍواله ټولنه  نن ورځ په یو زیات شمیر مهمو  مسلو کې ناکامه ده.د نړۍ په ګوټ ګوټ کې  د کلونو کلونو راهیسې  د جګړو او ترهګرۍ د ستونزې شاهدي کوو.

نړۍ نن ورځ  د منځني ختیځ د نه خلاصیدونکې غوټې  او کوریا په ټاپو کې د اټومۍ جګړې د ګواښ سره مخامخ  ده.

د چاپیریال بدلون  په چټکۍ سره  پر مخ روان دی، بې عدالتي  ،عدام مساوات او توکم پالنه  د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو ده .

هغه وویل چې د موجودو ستونزې د حل په برخه کې باید د لا زیات نفرت او کینو پر ځای  ډیالوګ ، مذاکراتو او همکارۍ ته  ترجیح ورکړو.

ګوتریس  په سوریه کې د امریکا لخوا د ترهګرو ډلو نه  د پولو د امنیت د ځواک تر نامه لاندې  د منظمې اردو د جوړولو  د هلو ځلو په اړه د اناتولیا د خبري اژانس د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل « زما په اند  د سوریې خلکو ته باید  خپلې ستونزې پخپله د حلولو اجازه ورکړل شي. دا  به  ډیره ښه  وي چې د سوریې خلک د خپل برخلیک او راتلوونکې په اړه پخپله پریکړه وکړي او خپلې ستونزې پخپله حل کړي.

ګوتریس  وویل چې  د سوریې د روانې ستونزې د حل په خاطر باید  د جینیوا  د بهیر د راژوندي کولو په خاطر  هلې ځلې وشي . د عسکري لارو څخه د سوریې د ستونزې حل ناممکنه  دی.



اړوند خبرونه