د هند حکومت د هندي مسلمانانو سره د حج مرستې ودرولې
د هندوستان حکومت د نوموړي هیواد د مسلمانانو سره د حج د فریضې د ادا کولو پر مهال ترسره کیدونکې مالي مرستې ودرولې.
د هندوستان حکومت د نوموړي هیواد د مسلمانانو سره د حج د فریضې د ادا کولو پر مهال ترسره کیدونکې مالي مرستې ودرولې.
د هندوستان د لږه کیو د چارو وزیر مختار عباس نقوي وویل چې د هندوستان حکومت د ۱۹۵۹ کال راهیسې هر کال په منظم ډول سره د هندي مسلمانانو سره د حج د فریضې د ادا کولو پر مهال مالي مرسته کوله. حکومت د سږ کال نه په اعتبار سره د نوموړو مرستو د درولو پریکړه وکړه.
د هغه په وینا د هند حکومت مسلمانانو سره حج ته د سفر پر مهال نیمايي د لارې مصرف مرسته کوله. د الوتکې د ټکټ نیمايي پيسې د هند د حکومت لخوا ورکول کیدې.
هغه وویل چې حکومت پریکړه کړې چې دا مرستې ددینه وروسته د لږه کیو د ماشومانو په زده کړه په مصرف ورسوي.
د هندوستان د لږه کیو د چارو د وزیر په وینا د حکومت لخوا پر مسلمانانو د حج د مرستې د پرې کولو سره سره سږ کال ۱۷۵ زره تنه غواړي حج فریضه ادا کړي. هغه وویل چې دا د هندوستان لپاره یو ریکاټ دی.
هغه زیاته کړه چې د هند حکومت د سعودي عربستان سره هندي حاجیان د سمندر له لارې نوموړي هیواد ته د سفر کولو په برخه کې مطابقت لاسلیک کړی دی. په نږدې راتلوونکې کې به دواړو هیوادونو ترمنځه پدې برخه کې تړون لاسلیک شي .
د ویلو ده چې په هندوستان کې حکومت هر کال مسلمانانو سره حج ته د تلو پر مهال د الوتکې د ټکټ نیمايي مصرف مرسته کوله.
همداشان ددې مسلې نه ځینې برخې ناراحته وې.
د هند سترې محکمې په ۲۰۱۲ کال کې پریکړه وکړه چې حکومت باید تر ۲۰۲۲ کاله پورې مرحله په مرحله نوموړې مرستې ودروي.