په امریکا کې د سیلاونو له امله نږدې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

په کلیفورنیا کې زورورو بارانونو سیلاونه او مځکه ښویدنه رامنځته کړه

885715
په امریکا کې د سیلاونو له امله نږدې ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د امریکا د کلیفورنیا  په ایالت کې  د زورورو  بارانونو په پایله کې د راوتلو سیلاونو او مځکې ښویدنې په پایله کې  د مړو شمیره  ۱۷ تنو ته لوړه شوه.

د ترلاسه شوي رپوټ له مخې  پدې طبعي پیښو کې  ځینو کسان  لادرکه دي چې د موندنې په موخه پیل شوي عملیات دوام لري.

د یاد شوي ایالت د سانتا باربارا د سیمې د پولیسو مشر بیل برون  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د سیلاونو او مځکې ښویدنې په پایله کې  د مړو شمیره  ۱۷ تنو ته  رسیدلې ده. هغه ویلي دي چې  ۲۸ تنه ټپیان شوي دي  او ۱۳ تنه لا درکه شوي دي چې د موندنې په موخه يي پيل شوي عملیات دوام لري.

ویل کیږي پدې پیښو کې  تر سلو ډیر کورونه نړیدلي دي  او تر ۳۰۰ ډیرو کورونو  زیان  لیدلی دی.



اړوند خبرونه