د فلسطین په اړه د امریکا نوی پلان په ډاګه شو.
امریکا د اسراییلو او فلسطین د ستونزې د حل په خاطر د پيړۍ د پلان په نامه یو پلان جوړ کړی دی.
د فلسطین په اړه د امریکا نوی پلان په ډاګه شو.
امریکا د اسراییلو او فلسطین د ستونزې د حل په خاطر د پيړۍ د پلان په نامه یو پلان جوړ کړی دی.
امریکا نوموړی پلان د سعودي عربستان د ولیهعد شهزاده محمد بن سلمان په واسطه د فلسطین دولت ته رسولی دی.
د فلسطین د ازادۍ د سازمان د اجراییوي کمیټې غړي احمد مجدالاني د مسلې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.
هغه وویل چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ زوم او د هغه سر سلاکار جارد کوشنر د نوموړي پلان جزیات د سعودي عربستان ولیهعد شهزاده محمد بن سلمان سره شریک کړي دي. هغه ته يي ویلي وو چې دا معلومات د فلسطین د دولت سره شریک کړي.
هغه وویل د ټرمپ اداره وايي چې دا پلان د عربي نړۍ د سولې د پلان پر بڼسټ جوړ شوی دی. ددې پلان یواځنۍ موخه د اسراییلو او فلسطین ترمنځه د موجودې ستونزې حل دی.
فلسطیني چارواکي د امریکا ددې پلان نه د فلسطین د تصفیې د پلان په توګه یادونه وکړه او وویل چې امریکا غواړي په اصل کې ددې پلان نه د ایران پر خلاف کار واخلي. امریکا ددې پلان سره د اسراییلو او عربي نړۍ اتفاق جوړ کړي.
امریکا غواړي چې ددې پلان سره یو ځل بیا د اسراییلو او فلسطین په مسله کې ځان دخیل کړي. امریکا بیت القمدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه د په رسمیت پیژندو سره پدې برخه کې خپل منځګړتوب له لاسه ورکړی وو.
د بله پلوه د اسراییلو لومړي وزیر نتانیاهو ویلي دي تیار دی چې د ټرمپ دا پلان وڅیړي. همداشان نتانیاهو د فلسطین په ولسمشر تور لګولی چې د سولې د مذاکراتو نه د تیښتې په خاطر د بیت المقدس په اړه د ټرمپ پریکړه بهانه کوي.