په لېبيا كې د غلامانو سوداګري
په لېبيا كې د افريقايي كډوالو د خرڅلاو په اړه اندېښنې د هرې ورځې په تېرېدلو سره مخ پر زياتېدلو دي.
ويل كيږي چې تېره ورځ ۲۰ تنه نايجيريايي ځوانان چې غوښتل يې د غير قانوني لارې اروپا ته لاړ شي، په لېبيا كې د ۷۳۵ ډالرو په بدل كې د غلامانو په توګه پلورل شوي دي.
د نايجيريا د بېړنيو حالاتو د آژانس مشر سليمان لاباران څرګنده كړه چې حكومت يې تر اوسه پورې سلګونه هېوادوال چې په لېبيا كې د غلامانو په توګه پلورل شوي دي، ژغورلي او هېواد ته ستانه كړي دي.
د نوموړي د معلوماتو پر اساس په لېبيا كې تورپوستي كډوال د غير انساني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. له دې هېواده راستنه شوي نايجيريايان وايي چې په لېبيا كې د غلامانو په توګه د خلكو خرڅلاو ډېر شوى دى.
په همدې موخه يو پلاوى د لېبيا هېواد ته تللى دى چې د ادعاګانو په اړه معلومات ترلاسه كړي.
د معلوماتو له مخې يواځې تېر كال ۱۶ زره ۳۸۷ تنه نايجيريايان اروپا ته د تګ په موخه د لېبيا او سعودي عربستان هېوادونو ته تللي دي چې يو شمېر يې بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.
اړوند خبرونه
اوکراین ولسمشر پرتګال او اسپانیا ته خپل سفر لغوه کړ.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اسپانیا او پرتګال ته خپل پلان کړی سفر لغوه کړ.