سویلي کوریا  شمالي کوریا ته  پرته د قید او شرطه  د مذاکراتو وړاندیز وکړ.

سویلي کوریا شمالي کوریا ته د سولې لاس اوږد کړ

873367
سویلي کوریا  شمالي کوریا ته  پرته د قید او شرطه  د مذاکراتو وړاندیز وکړ.

سویلي کوریا  شمالي کوریا ته  پرته د قید او شرطه  د مذاکراتو وړاندیز وکړ.

د سویلي کوریا  یو جګپوړي  چارواکي  ویلي دي چې هیواد يي د شمالي کوریا سره  د هر ډول قید او شرط نه پرته د مذاکراتو غوښتنه کوي.

د سویلي کوریا د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې  د نوموړي هیواد  یو تن جګپوړي  وزیر ویلي دي چې  د شمالي کوریا  د مذاکراتو  پر سر د تفاهم  په صورت کې به د دواړو هیوادونو ترمنځه  په اختلافاتو  په ښکاره توګه خبرې وشي. هغه ویلي دي چې  هیواد يي  د مذاکراتو لپاره هیڅډول شرط نلري. غواړي پرته د قید او شرطه  د شمالي کوریا سره  مذاکرات وکړي.

هغه ویلي دي چې  ددې مذاکراتو سره  غواړي چې  د سویلي او شمالي کوریا ترمنځه  زیانمند شوې اړیکې  له سر  ترمیم  او د شمالي کوریا  اټومي پروګرام ته  مناسبه حل لاره  وموندل شي.

نوموړي ویلي دي چې ددې په هیله  شمالي کوریا  په ژمنیزو اولمپیاتو کې د ګډون په خاطر خپل استازي سویلي کوریا ته راواستوي. هغه زیاته کړه که چیرې د کیم جونګ اون اداره  د مذاکراتو  وړاندیز ومني  او پدې اړه  په حرکت پيل وکړي  دا به یو ډیر ښه پیل وي.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا  متحده ایالتونو  ریکس  ټیلرسن هم  د دسمبر په ۱۳ مه نيته  په یوه غونده کې د شمالي کوریا سره  پرته د قید او شرطه  مذاکراتو ته تیاری ښودلی وو.

هغه ویلي وو چې مونږ  مخکې هم ویلي وو  شمالي کوریا چې هر کله  د مذاکراتو لپاره ځان  اماده وبولي  مونږ  په هغه وخت هغوې سره مذاکراتو ته تیار یو.

هغه ویلي وو پدې ټول پوهیږي که چیرې ووايي چې  شمالي کوریا دې وسله په مځکه کیږدي دا خبره  منطقي  نښکاري.

شمالي کوریا د سویلي کوریا  ددې وړاندې په اړه تر اوسه پورې څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه