په اراکان کې ۱۶ جوماتونه شهید کړی شول

د میانمار د  اراکان  ایالت  د مونګ داو  په سیمه کې ۱۶ جوماتونه  د بیلدوزونو  سره  ونړول  شول.

866603
په اراکان کې ۱۶ جوماتونه  شهید کړی شول

د میانمار د  اراکان  ایالت  د مونګ داو  په سیمه کې ۱۶ جوماتونه  د بیلدوزونو  سره  ونړول  شول.

  د سیمې  عیني  شاهدانو  د ویکلي انګلش نیوز تلویزیون ته ویلي دي چې  سیمه ایزو ځواکونو  د نوامبر د میاشتې د وروستیو راهیسې  په سیمه کې د جوماتونو په ورانولو پیل کړی دی. تر اوسه پورې  په سیمه کې د ۱۷ جوماتونو نه  ۱۶ ویجاړ شوي دي.

عینې شاهدانو ویلي دي چې  سیمه ایزو ځواکونو ویلي دي چې  د خلکو د کورونو نه وروسته داځل  د سپڅلو مکانونو په ورانولو  پيل شوی دی. د میانمار حکومت  د نوموړو جوماتونو د ورانولو د مخنیوي په خاطر  هیڅ ندي کړي. پاتې یو جومات به هم  د نورو په څیر  وران شي.

ددې سربیره  د اراکان د ناپوره په کلي کې  سرتیرو  د مسلمانانو اړوند  ۴ کورونه وسوځول. مال  او توکي  لوټ شول. همداشان د مسلمانانو لوټ شوي  اموال  په بازارونو کې  پلورل کیږي.

د بله پلوه  د ملګرو ملتونو سازمان  د راپور  له مخې  د اګست د ۲۵ مې نیټې نه راپدیخوا د اراکان بنګلادیش ته  د کډه شوو کسانو شمیره  تر ۶۰۰ زرو تنو اوښتې ده.

میانمار  اردو په سیمه کې په نسل وژنې لاس پورې کړی دی او تر اوسه پورې  تر ۳۰۰ ډیر کلي  او تر ۶۰۰ زرو تنو ډیر کسان  کډوالۍ ته  اړ شوي دي.

ویل کیږي  پداسې حال کې چې په ۱۹۷۰ کلونو کې په میانمار کې تر ۲ میلیونوتنو ډیرو مسلمانانو ژوند کولو  د سیستماتیکه  بریدونو له امله  په نوموړي هیواد کې د مسلمانانو شمیره  تر ۳۵۰ زرو تنو  راټیټه شوې ده .



اړوند خبرونه