په جنګي جنایتونو تورن جنرال د ټولې نړۍ د سترګو په مخکې زهر وخوړل او ځان وژنه يي وکړه
کروشیايي جنرال د نړۍ د سترګو پر وړاندې ځان وواژه
د بوسنیا په جګړه کې په جنګي جنایتونو تورن کروشیايي جنرال د محکمې لخوا د شلو کلونو په بند د محکومیدو سره په محکمه کې د قاضیانو او ټولۍ نړۍ د سترګو پر وړاندې د زهرو په خوړولو سره ځان واژه.
محکمې خپل نهايي حکم د کروشیايي جنرال په حضور کې اعلان کړ. کروشیايي جنرال سمدلاسه یو کوچنی بوتل خولې کړ او د څښلو نه وروسته يي قاضیانو ته وویل چې زهر يي وخوړل.
پيښه د هالنډ د لاحه په ښار کې د پخواني یوګوسلاویا د جزا په نړۍواله محکمه کې رامنځته شوه.
کروشیايي جنرال چې د بوسنیا په جګړه کې په جنګي جنایتونو تورن او محکمې لخوا په شلو کلونو بند محکوم شوی وو د محکمې په پریکړې د اعتراض له امله تمیز محکمې ته مراجعه کړې وه. تمیز محکمې هم نوموړی پړ وباله او د هغه په حضور کې د تیرې محکمې حکم تایید کړ.
۷۲ کلن کروشیايي جنرال سلوبودان پراژاک د محکمې د حکم د اوریدو نه سمدلاسه وروسته په محکمه کې زهر وخوړل او ځان وژنه يي وکړه.
د محکمې قاضي د پيښې نه سمدلاسه وروسته ډاکټر راوغوښت او کروشیايي جنرال يي روغتون ته د رسولو حکم وکړ.
کروشیايی جنرال په روغتون کې څو ساعته وروسته ساه ورکړه.
د کروشیا دولتي تلویزیون د ۷۲ کلن جنرال د مرګ خبر اعلان کړ.
د ویلو ده چې کروشیايي جنرال په ۲۰۱۳ کال کې د محکمې لخوا په شلو کلونو بند محکوم شوی وو. نوموړي د محکمې پدې حکم اعتراض کړی وو او دعوا يي تمیز محکمې ته انتقال کړې وه.
اړوند خبرونه
اوکراین د روسیې اړوند د یوې جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړی دی
اوکراین په دونیتڅک سیمه کې د روسیې اړوند د یوې Su-25 ډوله جنګي الوتکې د ویشتو نه خبر ورکړ.