شمالي کوریا  یو ځل بیا اوږد واټنه بالستیک توغندی  وازمایه.

شمالي کوریا د نړۍ د سترګو نه خوب ولوزو

857116
شمالي کوریا  یو ځل بیا اوږد واټنه بالستیک توغندی  وازمایه.

شمالي کوریا  یو ځل بیا  بالستیک توغندی  وازمایه.

د امریکا  متحده ایالتونو  د دفاع وزارت د شمالي کوریا لخوا د  بالستیک توغندي  د ازمایښت  پخلی کړی دی.

د پنټاګون  ویاند  ډګروال روب مانینګ  وویل چې  شمالي کوریا  په ځايي وخت  په یوه بجه او ۳۰ دقیقو  بالستیک توغندی  وازمایه.

د مسلي په اړه ارزونې او تحقیقات  دوام لري.

د سپینې ماڼۍ  ویاندې بیا ویلي دي چې د شمالي کوریا  لخوا د بالستیک توغندي  د ازمایښت په اړه  ولسمشر ټرامپ ته  هر اړخیز معلومات ورکړ شوي دي.

د سویلي کوریا  خبري اژانس یونهاپ د نوموړي هیواد د لوی درستیزوالي  د معلوماتو له مخې ویلي دي چې شمالي کوریا  ۷۵ ورځې وروسته  یو ځل بیا  بالستیک توغندی وازمایه. په خبر کې راغلي دي چې شمالي کوریا  توغندی  د ختیځ سمندر د پیونګ یانګ په سواحلو کې  غورځیدلی دی.

شمالي کوریا  د وروستي ځل لپاره  د سپټمبر په ۱۵ مه نيټه  یو منځواټنه  بالستیک توغندی ازمایلی وو.

شمالي کوریا  ویلي دي چې  دا توغندی  په ۵۰ دقیقو کې  ۴۵۰۰ کیلومتره  ارتفاع ته  رسیدلی دی.

شمالي کوریا ویلي دي چې  د هواسانګ  ۱۵ په نامه  توغندي ازمایښت په بریالیتوب سره سرته رسیدلی دی. توغندی  د امریکا  د ویشتلو په توان  جوړ شوی دی.

د شمالي کوریا لخوا د توغندي د ازمایښت په اړه ویل شوي دي چې توغندی د ولسمشر کیم جونګ اون په امر  ازمایل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزیر بیا ویلي دي چې  شمالي کوریا  د اوږد واټنه توغندیو  په منځ کې تر ننه پورې  تر ټولو  نه  د لوړې ارتفاع  توغندی  ازمایلی دی.

 

 



اړوند خبرونه