په امریکا کې د زړو د پالنې په مرکز کې اورلګیدنه رامنځته شوه

د امریکا  متحده ایالتونو  د پنسلوانیا  په ایالت کې   د زړو خلکو  د پالنې په مرکز کې  اور لګیدنه رامنځته شوه.

849548
په امریکا کې  د زړو د پالنې په مرکز کې اورلګیدنه رامنځته شوه

د امریکا  متحده ایالتونو  د پنسلوانیا  په ایالت کې   د زړو خلکو  د پالنې په مرکز کې  اور لګیدنه رامنځته شوه.

د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې  لږ تر لږه  ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.

د پنسلوانیا  ایالت  چارواکیو په وینا  پیښه  د فلاډیلفیا  د ښار په ۵۶ کیلومترۍ کې د بارسلي فرنډ  د زړو د پالنې په مرکز کې رامنځته شوې ده.

د چارواکیو په وینا  اورلګیدنه نورو ودانیو ته هم  غځیدلې ده.

د اورلګیدنې  لامل  ناڅرګند  دی او په اړه يي څیړنې دوام لري.

پیښه  د شپې په نیمايي  کې رامنځته شوې ده.



اړوند خبرونه