انسان خوړونكې كورنۍ
په روسيه كې يوې كورنۍ د تېرو ۱۸ كلونو راهيسې د انسان د غوښې د خوړولو په تور نيول شوې ده.
837323
د روسيې پوليسو د باكشايف په نامه يوه جوړه چې د تېرو ۱۸ كلونو راهيسې يې د انسان غوښه خوړله، نيولې ده. ويل كيږي چې دې كورنۍ تر اوسه پورې ۳۰ انسانان خوړي دي.
دا كورنۍ هغه مهال ونيول شوه چې د ديميتري باكشايف په نامه د شخص له ټېلفونه د انسان د غړو سره اخيستل شوې سيلفي د پوليسو لاس ته ورغله. ديميتري او نتاليا باكشايف اعتراف كړى دى چې تر اوسه پورې ۳۰ انسانان خوړلي دي.
ويل كيږې چې دې جوړې لومړى انسانان وژل او بيا يې غوښه خوړله. د معلوماتو پر اساس لومړنى جنايت يې په ۱۹۹۹م كال كې ترسره كړ او له همدې نېټې راهيسې يې تر اوسه پورې ۳۰ تنه خوړلي دي.
پوليسو ددې كورنۍ په كور كې د ۱۹ بېلابېلو انسانانو د بدن اړوند غړي هم موندلي دي.
اړوند خبرونه
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چین ته خپل دوه ورځنی سفر نن پیل کړ.
پوتین چین ته د خپل سفر نه مخکې د چینایي رسنیو سره هم مرکه وکړه.