ملګروملتونو سازمان په نړۍوالې ټولنې د اسراییلي شرکتونو د بایکاټ کولو غوښتنه وکړه.
ملګروملتونو په اسراییلو د بندیزونو لګولو غوښتنه وکړه
ملګروملتونو سازمان په نړۍوالې ټولنې د اسراییلي شرکتونو د بایکاټ کولو غوښتنه وکړه.
د فلسطین لپاره د ملګروملتونو سازمان د بشري حقونو په برخه کې ځانګړي استازي مایکل لینک په نړۍوالې ټولنې د فلسطین په خاوره کې د اسراییلو تر اشغال لاندې په سیمو کې د فعالیت کوونکو اسراییلي شرکتونو د بایکاټ کولو غږ وکړ.
نوموړي د ملګروملتونو سازمان په عمومي مرکز کې د بشري حقونو اړوند د جوړ کړي راپور په اړه چې عمومي مجلس ته يي وړاندې کړی دی د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.
هغه وویل اسراییلو د څه باندې ۵۰ کلونو راهیسې د فلسطین ډیره زیاته خاوره اشغال کړې ده او د هرې ورځې په تیریدو سره د اشغال لمنه لا پراخوي. هغه وویل چې نن ورځ د اسراییلو او اشغال لاندې د فلسطین ترمنځه د طاقت او قوت له پلوه ډیر زیات توپیر شتون لري.
هغه زیاته کړه چې اسراییل په فلسطین کې په سیستماتیکه توګه بشري حقونه د خپو لاندې کوي او د فلسطینیانو په حقونو تیری کوي. ددې خبرې د مخنیوي یواځنۍ لار د نړۍوالې ټولنې لخوا پر اسراییلو د سختو بندیزونو لګول دي.
هغه وویل که چیرې نړۍواله ټولنه پر اسراییلو قوي بندیزونه ولګوي دا هیواد به لږ تر لږه د خپلو غلطو او ناسمو سیاستونو اصلاح ته مجبور کړي.
هغه زیاته کړه چې د هر څه نه مخکې نړۍواله ټولنه باید د هغه اسراییلي شرکتونو سره اړیکې پرې کړي چې د اشغال لاندې په فلسطیني خاوره کې تولیدات کوي. ددې شرکتونو توکي باید هیڅوک ونه پیري.
ځکه چې دا شرکتونه د نړۍوالو حقوقو او قوانینو پر خلاف د اشغال لاندې په سیمه کې تولیدات کوي.
ځانګړي استازي وویل اسراییل تر ټولو زیات بهرنی تجارت د امریکا متحده ایالتونو او اروپا سره لري.
که وویل فرض وکړۍ که چیرې اسرایلیانو نه اروپا او امریکا ته د سفر پر مهال د ویزې غوښتنه وشي، اروپا ورسره تجارتي تړون لغوه کړي، د اسراییلو سره عسکري، اقتصادي او یا اکادمیکي همکارۍ پایته ورسول شي د اسراییلو او اسراییلو د حکومت په چلند کې به د ډیرو جدي بدلونونو شاهدي وکړو.
مونږ د نړۍوالې ټولنې د همدې ډول بندیزونو لګولو غوښتنه کوو.
هغه وویل چې د زرګونو کیلومترو مزل هم د یو ګام د اوچتولو سره پیلیږي. مونږ هم باید پدې برخه کې یو ګام اوچت کړو.