د روسیې اړوند یوه چورلکه سمندر ته وغورځیده.
روسيې چورلکه په ناروې کې سمندر ته وغورځیده
د روسیې اړوند یوه چورلکه سمندر ته وغورځیده.
د ناروې په شمال کې د سوال بارد د بارنتس بورګ د بندر په ۲ کیلومترۍ کې د روسیې اړوند چورلکه په سمندر کې وغورځیده.
په چورلکه کې ۸ تنو سپرلۍ شتون درلود.
د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې د روسیې اړوند یوه چورلکه د ناروې په شمال کې سمندر ته وغورځیده. د پيښې عینې شاهدانو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې الوتکه په ډیر قوت سره سمندر ته وغورځیده.
د یادولو وړ ده چې تیر کال هم د روسیې یوه لویه چورلکه چې د روسیې د پوځ د باندرو د ټیم په ګډون ۹۲ تنه پکې سپاره ول بحرالاحمر ته غورځیدلې وه.
چورلکې د روسیې د سوچي د ښار نه د الوتنې نه ۲۰ دقیقې وروسته د رادار سره اړیکه پرې شوې وه.
پدې پيښه کې ۹۲ تنو ټولو ژوند د لاسه ورکړی وو.
پدې چورلکه کې هم درې تنه محقیقنو په ګډون ۸ تنو شتون درلود. ویل کیږي نوموړي درې تنه محققین د شمالي قطب د انترکتیکا د څیړنیز انیستیتیوت کارکوونکي ول.