امريكا ته د ايران نوى ګواښ
ايراني چارواكو ددې هېواد د اټومي لانجې د حل په موخه د لاسليك شوي تړون په اړه د امريكا د متحدو ايالتونو د ولسمشر ډانلډ ټرمپ څرګندونې وغندلې.
د ايران د پارلمان وياند ګواښ وكړ ``كه چېرې امريكا دا تړون لغوه كړي نو دا به د هغوى پاى وي.``
نوموړي څرګنده كړه چې كه چېرې امريكا په يو اړخيزه توګه دا تړون لغوه كړي نو دا به نړيوال كړكېچ ته لار پرانيزي. ددې په پايله كې به دا اشتباه د امريكا پاى ته لار پرانيزي.
وياند همداراز وويل چې تهران پدې برخه كې د مسكو رول ته اهميت وركوي.
د ايران د اتومي لانجې پر سر د امريكا د پخواني ولسمشر باراك اوباما د واكمنۍ پر مهال تړون د ملګرو متلونو د شپږ دايمي غړو او جرمني لخوا د ايران سره لاسليك شوى و، چې له مخې يې پر ايران باندې د لګېدلو بنديزونو يوه برخه لرې شوې وه.
ډانلډ ټرمپ په وار وار د ايران سره په لاسليك شوي تړون باندې نيوكې كړي دي. حتى نوموړي ګواښ وكړ چې دا تړون به د امريكا لخوا په يو اړخيز ډول لغوه كړي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.