په کالیفورونیا کې اورلګیدنې تر ۱۵۰۰ ډیر کورونه او دوکانونه وسوځول

د امریکا د کالیفورونیا ایالت په ځنګلونو کې اورلګیدنې د پام وړ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي

823538
په  کالیفورونیا کې اورلګیدنې تر ۱۵۰۰ ډیر کورونه او دوکانونه وسوځول

د امریکا متحده ایالتونو  د کالیفورونیا  په ایالت کې په ځنګلونو کې په  ۸ جلا جلا  سیمو کې  د اورلګیدونو د پيلیدو له امله  په لسګونو زره  تنه  کسان  د خپلو کورونو پریښودو ته  اړ شوي دي.

د کالیفورونیا  والي  جیري  برون  خبري رسنیو ته ویلي دي چې د نوموړې  اورلګیدنې په پایله کې  تر اوسه پورې  تر ۱۵۰۰  ډیر کورونه  او دوکانه  سوځیدلي دي.

په اورلګیدنو  کې تر اوسه پورې  ۱۰ تنو ژوند  د لاسه ورکړی دی .

هغه ویلي دي چې  د اورلګیدونو  له امله يي  په لسګونو زره تنه  د مرګ د تهدید له امله  امنو سیمو ته  انتقال کړي دي.

د یاد شوي ایالت  د ځنګلونو او اور لګیدونو  د محافظت  ادارې ویلي دي چې  د رامنځته شوو اورلګیدونو له امله د سیمې خلکو ته  مالي او ځاني  زیان اوښتی دی.

تر لسو تنو پورې  مړه  او ګن شمیر کسان ټپیان شوي دي. تر ۱۵۰۰ ډیر کورونه او دوکانونه سوځیدلي دي. اورلګیدنې  تر ۳۰ زرو هکټارو  زیاته سیمه  سوځولې ده. 



اړوند خبرونه