د میانمار د ښکلا ملکي د روهینګیا مسلمانانو سره د خواخوږۍ له امله لقب او تاج د لاسه ورکړ

په میانمار کې د ۲۰۱۷ کال د ښکلا د ملکې نه د روهینګیا د مسلمانانو په مسله کې په اردو د کړو نیوکو له امله تاج او لقب بیرته واخیستل شو

820866
د میانمار د ښکلا ملکي د روهینګیا مسلمانانو سره د خواخوږۍ له امله لقب او تاج د لاسه ورکړ

د میانمار د ۲۰۱۷ کال  د ښکلا ملکې ( شوي ایان سي )  نه  د روهینګیا پر مسلمانانو د روانو ظلمونو پر غبرګون کې د ټولنیزې  مډیا له لارې  د یو ویدیو د خپرولو له امله د ښکلا  د ملکي تاج بیرته واخیستل  شو.

هغې د میانمار د ملي ژغورنې د پوځ  اړوند  ویدیو خپره کړې وه  او لاندې ترینه « د ترور  او شدت  راوړونکي » پیغام  خپور کړی وو.

د انډیپنډینت  ورځپاڼې  د خبر له مخې  د میانمار چارواکیو  د ۲۰۱۷ کال د ښکلا ۱۹ کلنې  سي  نه  د ښکلا  د ملکې د تاج د بیرته اخیستو  پخلی کړی دی.

د بله پلوه د سلام میرمنې په نامه  د مډیا  ګروپ  ویلي دي چې  د ۱۹ کلنې  سي  نه د ښکلا د ملکي  لقب  او تاج  د خپرې کړې  ویدیو له امله  نه بلکې  د خپلو تعلیمي اسنادو د نه وړاندې کولو او بعضو نورو  کمیو  له امله  اخیستل شوی دی.

یاد شوي  ګروپ  ویلي دي چې  ۱۹ کلني  سي  د هغه قواعدو نه  چې د ښکلا د ملکي لپاره  ټاکل شوي دي  سرغړونه کړې ده  او ددې چلندونو له امله ترینه  لقب او تاج  بیرته اخیستل شوی دی.

خو هغې بیا  ویلي دي چې  د هغه نه  د ښکلا د ملکي لقب او تاج  د خپرې کړې  ویدیو له  امله  اخیستل شوی دی.



اړوند خبرونه