په مكسيكو كې د كبانو باران!

په مكسيكو كې د باران پر مهال له آسمانه كبان هم اورېدلي دي.

816420
په مكسيكو كې د كبانو باران!

 

 

دا پېښه ددې هېواد د تاماوليپاس په ايالت كې رامنځته شوې ده.

سيمه ايزو چارواكو دا پېښه تاييد كړې ده. ويل كيږي چې د باران په سيمه كې چې له سيند نه لرې پرته كوچني كبان موندل شوي دي.  دې پېښې د يو زيات شمېر كسانو پاملرنه جلب كړې ده خو ويل كيږي چې له ډېر پخوا دا ډول پېښې ليدل شوي دي.

پوهان وايي چې دا يوه طبعي پېښه ده. په بحرونو كې د شديدو توپانونو په پايله كې كوچني كبان د بوړبوړكيو په واسطه د ځمكې پورتنۍ طبقې ته وړل كيږي چې بيا وروسته د باران د څاڅكو سره بېرته ځمكې ته راولېږي.


پيوندونه: #مكسيكو , #باران

اړوند خبرونه